انصار:( د تله ۸مه)، د اسراییل لهخوا د لبنان د حزبالله ډلې د مشر حسن نصرالله وژلو غبرګونونه راپارولي دي.
حسن نصرالله چې د لبنان د حزبالله ډلې مشري کوله ووژل شو، هغه څه چې پراخ عکس العملونه یې پارولي دي.
حزبالله چې یوه وسلهواله ډله او سیاسي ګوند دی، د لبنان د جنوب پر زیاتو برخو کنټرول لري او د امریکا د متحدو ایالاتو لهخوا د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژندل کېږي.
اروپايي اتحادیې د لبنان د حزبالله پوځي څانګه نه، بلکې سیاسي ګوند په تور لېست کې شامل کړی دی.
حزبالله چې د ایران متحده ډله ده، د شنبې په ورځ سپتمبر ۲۸ په یوه بیان کې تایید کړه چې حسن نصرالله د اسراییل په یوه هوايي برید کې وژل شوی او ژمنه یې کړې چې د دغې ډلې د مشر له وژل کېدو سره سره به د اسراییل پر ضد خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
د اسراییل پوځ هم پرون شنبه ویلي چې حسن نصرالله د جمعې په ورځ د لبنان په پلازمېنه بیروت کې په یو لړ هوايي بریدونو کې وژل شوی دی.
د حسن نصرالله وژل کېدو د نړۍ په زیاتو برخو کې غبرګونونه راپارولي دي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخواني استازي او په عراق او افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد د حسن نصراله وژنه او د حزبالله کمزوري کېدل د ایران لپاره یوه لویه ضربه بللې ده.
خلیلزاد دا پوښتنه مطرح کوي چې اسراییل له ځانه د انفرادي مشرانو د موندلو او وژلو وړتیا ښودلې، خو اوس ایران به څه وکړي او د ایرانیانو چلند به بدل شي؟
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د اسراییل په هوايي برید کې د حزبالله د مشر حسن نصرالله له وژل کېدو سره-سره به هم د هغه لاره روانه وي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په ټولنیزه شبکه ایکس یا پخواني ټویټر کې د دې پېښې په اړه د خواشینۍ ښوولو سره لیکلي: "د مقاومت د مشر حسن نصرالله عالي لاره به دوام ومومي او د هغه سپېڅلی هدف، یعنې د بیت المقدس ازادي به په واقعیت بدله شي."
په همدې حال کې د ایران تسنیم خبري اژانس ویلي، د ایران هوايي شرکت ایران اییر بیروت ته ټولې الوتنې تر بلې خبرتیا پورې ځنډولې دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په لبنان کې د اسراییل وروستي بریدونه د اسراییل د "نسل وژنې، اشغال او تېري" د پالیسۍ د برخې په توګه غندلي، د ملګرو ملتونو له امنیت شورا او نورو بنسټونو یې غوښتنه کړې چې د اسراییل مخه ونیسي.
فلسطینۍ ډلې حماس چې د امریکا متحدهایالاتو او اروپايي ټولنې لهخوا د تروریستي سازمان په توګه پېژندل کېږي، هم د حزبالله د مشر حسن نصرالله پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او اسراییل یې د هغه څه مسوول وباله چې دغې ډلې "یو ناوړه جنایت او خطرناکې پایلې" یې بللي او ویلي یې دي د سیمې پر ثبات به اغېز کوي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په یمن کې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثي یاغیانو غورځنګ هم په یوه بیان کې د حسن نصرالله پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل چې د هغه وژنه به په لبنان کې جهادي روحیه لا پیاوړې کړي.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/33669